د نیکولای میخايلوفيچ روبڅوف د زېږېدو د ۹۰مې کلیزې په مناسبت د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۳مه نېټه د شلمې پېړۍ د روسیې د غزليزې شاعرۍ د یو له نامتو استازو او وتلي روسي شاعر نیکولای میخایلوویچ روبڅوف د زېږېدو ۹۰ کاله پوره شول. د روبڅوف د ماشومتوب کلونه د سترې وطني جګړې له کلونو سره سمون درلود. راتلونکی شاعر په کم عمر کې له مور څخه بېبرخې شو او د وولوګدا ولایت په یوه روزنتون کې لوی شو. وروسته یې د روسیې په شمالي سمندري بېړۍ کې پوځي خدمت وکړ، په فابریکو کې یې کار وکړ او په مسکو کې یې د اليکسي ماکسيموفيچ ګورکي په نوم د ادبیاتو په انستیتوت کې زده کړې وکړې. روبڅوف په خپلو اثارو کې د وطن، د روسیې د طبیعت، تاریخي حافظې او معنوي ارزښتونو موضوعاتو ته پاملرنه کړې ده. د هغه شعرونو «زما آرام وطن»، «د کروندو ستوری»، «په کوټه کې» او «روسی څراغ» پراخ شهرت موندلی دی. سره له دې چې روبڅوف لنډ ژوند درلود، خو د پام وړ ادبي میراث یې پرېښی دی. د هغه ادبي اثار په روسي شاعرۍ کې ځانګړی ځای لري، خپل اهمیت یې تر نن ورځې ساتلی او د لوستونکو د نویو نسلونو په زړونو کې هم ځای مومي. نور معلومات په لاندې لینکونو کې موندلای شئ: https://history.ru/read/biographies/nikolay-mihaylovich-rubcov https://www.culture.ru/persons/9941/nikolai-rubcov