د شوستاکوویچ د زېږېدو د ۱۲۰مې کلیزې په مناسبت د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر په ۲۵مه د نامتو شوروي کمپوزر، پیانو غږوونکي او ښوونکي دیمیتري دیمیتریویچ شوستاکوویچ د زېږېدو ۱۲۰ کاله پوره شول. هغه د شلمې پېړۍ د موسیقي کلتور له سترو استازو څخه شمېرل کېږي. ديميتري شوستاکوویچ په ۱۹۰۶ کال کې په سنټ پېټرزبورګ کې زېږېدلی و. په ۱۹۱۹ کال کې د پېټروګراد کنسرواتورۍ ته داخل شو او هلته یې د پیانو او کمپوزېشن په څانګو کې زده کړې بشپړې کړې. هغه ته نړیوال شهرت لا د لومړۍ سمفونۍ له لارې ور په برخه شو، چې په ۱۹ کلنۍ کې یې لیکلې وه. د شوستاکوویچ هنري میراث ۱۵ سمفونۍ، ۱۵ کوارتتونه، کنسرتونه، اوپراوې، بالې او د فلمونو لپاره موسیقي رانغاړي. په دې میراث کې اوومه «لینینګرادي» سمفوني ځانګړی ځای لري. دا اثر د سترې وطني جګړې په کلونو کې جوړ شو او د محاصره شوی لینینګراد د خلکو د مقاومت او استقامت له موسیقي سمبولونو څخه وګرځېد. د شوستاکوویچ اثار د نړۍ د مخکښو ارکسترونو او هنرمندانو په رېپرتوار کې شامل دي، او د هغه هنري میراث تر نن ورځې پورې د روسیې او نړیوال موسیقي کلتور یوه مهمه برخه پاتې ده. نور معلومات په لاندې لینکونو کې موندلای شئ: https://um.mos.ru/personalities/shostakovich-dmitriy-dmitrievich/ https://www.philharmonia.spb.ru/persons/biography/376/