Посольство России в Афганистане / سفارت روسیه در افغانستان

@rusembkabul · news · Russian · active

Subscribers 1.2K Subscribers, last 30 days: 1.2K → 1.2K +10 24h
Reach per post (ERR) 4.9%60 avg views
Posting 4.4/day last 15 hours ago
Reactions per 1K views 6.3 ❤ 👍 🔥

د ليف تولستوی د زېږېدو د ۲۰۰مې کلیزې په مناسبت د ۲۰۲۸ کال د سپتمبر په ۹مه به د ستر روسي لیکوال او مفکر ليف تولستوی د زېږېدو ۲۰۰ کاله پوره شي. هغه په نړۍ کې د روسي ادبیاتو له تر ټولو نامتو استازو څخه شمېرل کېږي. ليف تولستوی د ۱۸۲۸ کال د سپتمبر په ۹مه (د زوړ تقویم له مخې د اګست په ۲۸مه) د تولا د ولايت د یاسنایا پولیانا په کلي کې زېږېدلی و. په ۱۸۵۰مو کلونو کې یې په قفقاز او کریمیا کې پوځي خدمت وکړ، چې د دې دورې تجربو او خاطرو یې په ادبي اثارو کې انعکاس موندلی دی. د ليف تولستوی په فعالیتونو کې د ښوونې، روزنې او پوهاوي مسایلو هم مهم ځای درلود. په ۱۸۵۹ کال کې یې په یاسنایا پولیانا کې د بزګرانو د ماشومانو لپاره یو ښوونځی پرانیست. ناولونو «جګړه او سوله» او «انا کارېنینا» تولستوی ته نړیوال شهرت ور په برخه کړ. د هغه په نورو اثارو کې «بیا راژوندي کېدل»، «د ایوان ایلیچ مړینه»، «د کرویتسر سوناتا»، «حاجي مراد» او «له نڅا وروسته» شامل دي. د لیکوال ادبي، فلسفي او ښوونیز میراث پر روسي او نړیوال فرهنګ ژور اغېز کړی او تر نن ورځې پورې خپل اهمیت ساتلی دی. نور معلومات په لاندې لینکونو کې موندلای شئ: https://www.prlib.ru/history/1909746 https://um.mos.ru/personalities/tolstoy-l-n/

Views over time

025507511 Sep 12:5111 Nov 03:457811 Sep 12:51: 0 views11 Nov 03:45: 78 views
Snapshots we took after posting.
WhenViews
11 Sep 2026, 12:510
11 Nov 2026, 03:4578

Who shared this post

Posts in other channels we index that link to this one. (Forwards with a hidden source can't be traced.)

Nobody yet.