💵 په آستانه کې د «اتلانت» د استوګنیز کمپلکس (ښارګوټی) له ودانۍ څخه د ډالرو ډک بکسونه غورځول شوي دي د لومړنیو معلوماتو له مخې، په ټولیزه توګه اته بکسونه او کڅوړې شمېرل شوې دي. د پېښې په ځای کې امنیتي او عدلي ارګانونه فعالیت کوي او د پېښې د څرنګوالي او د پیسو د مالکیت په اړه څېړنې روانې دي. په ورته وخت کې، رسنیو د قزاقستان د دوو سترو دولتي ملي شرکتونو د مشرانو د نیول کېدو خبرونه هم خپاره کړي دي. د راپورونو له مخې، د «سامروک ـ قزینا» صندوق مشر نورلان ژاقوپوف او د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ (KTZ) د مدیره پلاوي رئیس ایلژاس اوتینشیف نیول شوي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې، پر دغو لوړپوړو چارواکو په ځانګړې توګه په لویه کچه د بډې د ترلاسه کولو د هڅې تور لګول شوی دی. 💵 Астане с ЖК «Атлант» сбросили чемоданы с долларами Всего насчитали восемь чемоданов и сумок. На месте работают правоохранительные органы — обстоятельства произошедшего и принадлежность денег сейчас устанавливаются. Одновременно в СМИ появились сообщения о задержании руководителей двух крупнейших нацкомпаний Казахстана: главы фонда «Самрук-Қазына»