🇺🇸 کوشنر وړاندیز کړی چې د راتلونکو مذاکراتو لپاره د روسیې او ناټو شورا د یوې بېلګې په توګه وکارول شي د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي او د ډونالډ ټرامپ زوم، جېرډ کوشنر، وړاندیز کړی چې په اروپا کې د امنیتي جوړښت د نوي چوکاټ لپاره دې د روسیې او ناټو شورا د یوې نمونې په توګه په پام کې ونیول شي. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کالملیکونکي ډېوېډ اګناټیوس د یوه باخبره سرچینې له قوله دا خبر ورکړی، چې د مذاکراتو له بهیر څخه معلومات لري. د روسیې او ناټو شورا په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه. د دې شورا موخه د روسیې او د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا او د پوځي ـ سیاسي اقداماتو همغږي وه. د دغې شورا وروستۍ غونډه د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې جوړه شوې وه. 🇺🇸Кушнер предложил использовать Совет Россия — НАТО в качестве модели для будущих переговоров Спецпосланник президента США, зять Трампа Джаред Кушнер предложил взять в качестве модели для новой архитектуры безопасности в Европе Совет Россия — НАТО. Об этом сообщил колумнист The Washington Post Дэвид Игнатиус со ссылкой на источник, осведомленный о ходе переговоров.