دی اندیپېنډنټ: مارکو روبیو د ۲۰۲۸ کال ټاکنو ته د چمتووالي لپاره له حکومت څخه د وتلو په اړه غور کوي، سپینه ماڼۍ دا ادعا بېبنسټه بولي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ښايي د ډونالډ ټرامپ له ادارې څخه استعفا وکړي، څو د ۲۰۲۸ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د نوماندۍ لپاره سیالۍ ته چمتووالی ونیسي. د «دی اندیپېنډنټ» ورځپاڼې د جمهوري غوښتونکو او د بریتانیا د حکومت د بېنومه سرچینو په حواله دا راپور خپور کړی دی. دا راپور د منځمهاله ټاکنو پر مهال د جمهوري غوښتونکو د ماتې په تړاو خپور شوی دی. د سرچینو په وینا، روبیو ښايي له ایران سره د جګړې له موضوع څخه ځان لرې کړي، څو د احتمالي سیالۍ پر مهال د ولسمشر د مرستیال جې ډي وینس پر وړاندې خپل دریځ پیاوړی کړي. د سرچینو ترمنځ د روبیو د احتمالي استعفا په اړه نظرونه سره توپیر لري. ځینې سرچینې وايي چې هغه له حکومته د وتلو لېوالتیا نه لري، خو نورې بیا احتمال ورکوي چې ښايي د ثبات د ساتلو لپاره په خپله دنده کې پاتې شي. سپینې ماڼۍ د «دی اندیپېنډنټ» راپور رد کړی او هغه یې بېبنسټه بللی دی. خپله مارکو روبیو هم تر اوسه نه د استعفا اعلان کړی او نه یې د ۲۰۲۸ کال