🗳 په امریکا کې د کانګرس ټاکنې پیل شوې د ورمونټ ایالت اوسېدونکو لومړني رایې ورکړې دي. د دغه ایالت د رایې اچونې مرکزونه د ختیځ وخت له مخې د سهار په ۵ بجو پرانیستل شول. د ورځې په اوږدو کې به په نورو ایالتونو کې هم د رایې ورکولو بهیر پیل شي، او د الاسکا او هاوایي ایالتونو د رایې اچونې مرکزونه به تر ټولو وروستي پرانیستل شي. د رایې اچونې لومړني مرکزونه به د ختیځ وخت له مخې د ماښام په ۶ بجو وتړل شي او تمه ده چې په همدې وخت کې لومړنۍ پایلې هم اعلان شي. 📌 تر دې مهاله له ۸۰ میلیونو څخه زیاتو امریکایانو د مخکینۍ رایې اچونې یا پوستي رایې له لارې خپله رایه کارولې ده. په دغو ټاکنو کې د لاندې څوکیو لپاره رایې اچول کېږي: • د استازو جرګې ټول ۴۳۵ غړي • د سنا جرګې ۳۵ غړي • د ۳۹ ایالتونو والیان. د لومړنیو اټکلونو له مخې، ډیموکرات ګوند ښايي د استازو په جرګه کې اکثریت ترلاسه کړي. 🗳 В США стартовали выборы в Конгресс Первыми проголосовали жители Вермонта: участки открылись в 5:00 по восточному времени. В течение утра голосование начнётся в других штатах, а последними откроются участки на Аляске и Гавайях.