MY VERSION | МОЯ ВЕРСИЯ

@janvittag · news · Persian · active

Subscribers 1.4K Subscribers, last 30 days: 1.4K → 1.4K +0 24h
Reach per post (ERR) 7.2%103 avg views
Posting 7.4/day last 21 hours ago
Reactions per 1K views 24.2 👍 ❤ 😁

د تاریخ پاڼه | افغانانو د تاریخي سپکاوي منلو ته غاړه کېنښوده لیکنه: عبدالله پیکار شاه امان‌الله، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو اتل او پخوانی پادشاه، د ۱۹۶۰ کال د اپرېل په ۲۵مه د سویس په زوریخ ښار کې د جلاوطنۍ پر مهال وفات شو. د هغه د مزار او په افغانستان کې د ښخولو موضوع د افغانانو لپاره یوازې یوه کورنۍ مسئله نه وه، بلکې له ملي وقار او تاریخي هویت سره هم تړاو درلود. د شهزادګۍ هندیا د روایت له مخې، د پاکستان حکومت غوښتل د شاه امان‌الله خان له مړینې څخه د سیاسي موخو لپاره ګټه پورته کړي. پاکستان چې هغه مهال یوازې ۱۳ کلن هېواد و، د شاه امان‌الله د جسد د لېږدولو او په خپله خاوره کې د هغه د ښخولو وړاندیز وکړ. د دې وړاندیز له مخې، پاکستان چمتو و چې د لوړپوړو دولتي چارواکو په حضور کې د هغه د ښخولو مراسم ترسره کړي او پر مزار یې یو ستر ګنبد جوړ کړي. خو ملکه ثریا، د شاه امان‌الله مېرمن، د دې وړاندیز پر وړاندې کلک دریځ خپل کړ. د شهزادګۍ هندیا د روایت له مخې، هغې وویل: «که د ظاهرشاه حکومت په افغانستان کې د شاه امان‌الله د ښخولو اجازه را نه کړي، زه چمتو یم چې هغه د مراکشي پوځیانو په هدیره کې خاورو ته وسپارم

Views over time

05010027 Oct 16:5814 Nov 04:269727 Oct 16:58: 0 views14 Nov 04:26: 97 views
Snapshots we took after posting.
WhenViews
27 Oct 2026, 16:580
14 Nov 2026, 04:2697

Who shared this post

Posts in other channels we index that link to this one. (Forwards with a hidden source can't be traced.)

Nobody yet.