فاطمه رباب، د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوې ځانګړې استازې: د افغانستان راتلونکی د افغانانو دی په افغانستان کې د خپلو دندو د پیلولو پر مهال، زه دا کار د افغانستان خلکو، ستاسو بډایه کلتور او تاریخي میراث ته په ژور درناوي، او له تاسو سره د خبرو، تعامل او ګډ کار کولو په ژمنتیا سره پیلوم. د افغانستان پر وړاندې ننګونې سترې دي، خو د خلکو وړتیاوې، هیلې او ظرفیتونه تر هغو هم ډېر لوی دي. ملګري ملتونه د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې ته دوام ورکوي او د انساني کرامت او د ټولو افغانانو د هوساینې لپاره د لا ښو فرصتونو ملاتړ کوي. د ملګرو ملتونو د تأسیس د ورځې په مناسبت، راځئ چې راتلونکي ته په ډاډ او هیله وګورو. د افغانستان راتلونکی د افغانانو دی، او ملګري ملتونه به د یوه ژمن شریک په توګه د افغانانو تر څنګ پاتې شي، څو هغوی د خپل هېواد راتلونکی په خپله جوړ کړي.
MY VERSION | МОЯ ВЕРСИЯ
Subscribers
1.4K
+0 24h
Reach per post (ERR)
7.2%103 avg views
Posting
7.4/day
last 21 hours ago
Reactions per 1K views
24.2
👍 ❤ 😁
Views over time
| When | Views |
|---|---|
| 26 Oct 2026, 18:15 | 0 |
| 14 Nov 2026, 04:26 | 82 |
Who shared this post
Posts in other channels we index that link to this one. (Forwards with a hidden source can't be traced.)
Nobody yet.