اوزبیکستان د تاریخي میراث په اړه د ایراني چارواکو د څرګندونو له امله ایران ته اعتراضي یادښت وسپاره د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په ارمنستان او زیمبابوې کې د ایران د ډیپلوماټیکو استازولیو د خپرونو په غبرګون کې د ایران سفیر احضار کړی او ورته یې اعتراضي یادښت سپارلی دی. د راپورونو له مخې، د ایران دغو استازولیو په ټولنیزو شبکو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، انځورونه خپاره کړي وو چې شالید یې د سمرقند تاریخي ریګستان ډګر و. په دغو خپرونو کې د تاریخي ودانیو کمانونه د «ایراني ـ اسلامي تمدن» برخې بلل شوي وو. د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د تاریخ له یو اړخیز او سیاسي تعبیر سره مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي چې دا ډول څرګندونې د منلو وړ نه دي. وزارت ټینګار کړی چې د سمرقند، بخارا او خیوه تاریخي ودانۍ د اوزبیک ولس د پېړیو پېړیو کلتور، تاریخي مخینې او د دولت جوړونې دودونو څرګندونه کوي. دغه وزارت له ایراني لوري غوښتي چې یادې خپرونې له ټولنیزو شبکو څخه لرې کړي. د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په ورته وخت کې ویلي چې هېواد یې له ایران سره د اړیکو پراختیا ته ارزښت ورکوي، خو د خپل ملي کلتوري او تاریخي