خرم: افغانستان ښايي د روسیې پر ضد د فشار راوړلو په یوه بله جبهه بدله شي د افغانستان د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر عبدالکریم خرم ادعا کوي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاسي کمزوري کېدو په صورت کې ښايي د اوکرائین بحران پراخ شي او افغانستان هم د روسیې پر ضد د فشار راوړلو په یوه احتمالي جبهه بدل شي. خرم د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۴مه، پر سوشل میدیا خپاره کړي پیغام کې د سیمې د امنیتي وضعیت او د روسیې پر وړاندې د احتمالي فشارونو په اړه خپل تحلیل وړاندې کړی دی. د خرم مهمې ادعاوې او وړاندوینې: ۱- د ټرمپ د سیاسي کمزوري کولو هڅې خرم ادعا کوي، چې د امریکا او لوېدیځ ځینې شنونکي باور لري چې د امریکا امنیتي ادارې، په ځانګړي ډول سيآیاې، او نوي محافظهکاران د ټرمپ د سیاسي کمزوري کولو لپاره چمتووالی نیسي. د هغه په اند، په منځمهاله ټاکنو کې احتمالي ماتې ښايي د ټرمپ د ولسمشرۍ پاتې موده له سیاسي ستونزو سره مخ کړي. ۲- د اوکرائین د ناورین د پراخېدو احتمال د خرم په باور، که ټرمپ له کورنیو سیاسي ستونزو سره مخ شي، د اوکرائین د ناورین د پای ته رسولو لپاره به یې هڅې له خنډونو سره مخ شي او جګړه ښايي