🇷🇸 الکساندر ووچیچ، د سربیا پخوانی ولسمشر : پوتین هېڅکله ټوکې نه کوي کله چې خلکو ویل چې پوتین د اټومي وسلو د کارولو په ګواښلو سره بلوف وهي، ما ټولو ته په لوېدیځو هېوادونو کی ویل چې پوتین هېڅکله بلوف نه وهي. البته، هغه نه غواړي چې بېدلیله اټومي وسلې وکاروي. هېڅوک لېونی شوی نه دی. خو که له بهر څخه، د امریکا، اروپا، بریتانیا یا بل هر لوري له خوا پر روسیې مستقیم برید وشي، نو هغه به په هماغه شېبه کې د اټومي وسلو په کارولو ځواب ورکړي. ډېری خلک فکر کوي چې دا کار به ونه شي او ناټو تر روسیې پیاوړې ده. که تاسو رښتیا هم فکر کوئ چې پوتین به په هېڅ ډول شرایطو کې اټومي وسلې ونه کاروي، نو د وضعیت په ارزونه کې مو ستره تېروتنه کړې ده.. یادونه: په اصلي متن کې راغلي چې الکساندر ووچیچ د سپټمبر په ۲۷مه استعفا کړې او دا مهال د سربیا د ولسمشر دنده انا برنابیچ په لنډمهاله توګه ترسره کوي.
MY VERSION | МОЯ ВЕРСИЯ
Subscribers
1.4K
+0 24h
Reach per post (ERR)
7.1%102 avg views
Posting
7.4/day
last 23 hours ago
Reactions per 1K views
24.1
👍 ❤ 😁
Views over time
| When | Views |
|---|---|
| 20 Oct 2026, 20:12 | 0 |
| 14 Nov 2026, 04:26 | 93 |
Who shared this post
Posts in other channels we index that link to this one. (Forwards with a hidden source can't be traced.)
Nobody yet.