مارکو روبیو په سمرقند کې: منځنۍ اسیا د نړیوالې سوداګرۍ او اکمالاتي ځنځیرونو مهمه کړۍ ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په سمرقند کې د خپلې وینا پر مهال د نړۍ په معاصر اقتصاد او نړیوال سیاست کې د منځنۍ اسیا پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار وکړ. د هغه د څرګندونو مهم ټکي: - جیوپولیټیک اهمیت: منځنۍ اسیا د اسیا او اروپا ترمنځ د تګ راتګ او اړیکو په څلورلارې کې مهم موقعیت لري. - د تاریخي رول بیا راژوندي کېدل: منځنۍ اسیا چې په تاریخي لحاظ د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د سوداګریزو لارو مهمه څلورلارې وه، یو ځل بیا د نړیوال ټرانزیټ پر مهم مرکز بدلېږي. - پانګونه او خام مواد: دا سیمه د پانګونې او صادراتو لپاره پر یوه نوي او مهم فرصت بدلېږي او د ستراتیژیکو خامو موادو د لېږد لپاره هم حیاتي ده. - د امریکا موخه: واشنګټن هڅه کوي د مهمو اقتصادي سکټورونو او اکمالاتي ځنځیرونو امنیت ډاډمن کړي، څو پر هغو شریکانو او سیالانو تکیه کمه کړي چې د باور وړ نه ګڼل کېږي.