MY VERSION | МОЯ ВЕРСИЯ

@janvittag · news · Persian · active

Subscribers 1.4K Subscribers, last 30 days: 1.4K → 1.4K +0 24h
Reach per post (ERR) 7.1%102 avg views
Posting 7.4/day last 1 day ago
Reactions per 1K views 23.9 👍 ❤ 😁

د تاتارستان مشر: قازان فوروم د روسیې او اسلامي نړۍ ترمنځ د خبرو اترو پر مهم ډګر بدل شوی د «روسیه ـ اسلامي نړۍ: قازان فوروم ۲۰۲۷» نړیوال اقتصادي فوروم به د ۲۰۲۷ کال د مې له ۴مې تر ۶مې نېټې پورې جوړ شي. دا خبره د تاتارستان جمهوریت د مشر د مطبوعاتي دفتر له لوري د چمتووالي کمېټې تر غونډې وروسته اعلان شوې ده. د تاتارستان مشر رستم مینیخانوف ویلي، چې قازان فوروم د روسیې او اسلامي نړۍ د هېوادونو ترمنځ د رغنده خبرو اترو پر یوه مهم ډګر بدل شوی دی. د غونډې مشري د روسیې د حکومت مرستیال صدراعظم او د چمتووالي کمېټې مشر مارات حوسنولین کوله. هغه هم د اقتصادي همکاریو په پراختیا کې د دې فوروم پر رول ټینګار وکړ. د روسیې د ولسمشر سلاکار او د چمتووالي کمېټې اجرائیوي منشي انتون کوبیاکوف هم په غونډه کې ګډون درلود. د افغانستان پلاوی هر کال په دې فوروم کې ګډون کوي. تمه ده چې په ۲۰۲۷ کال کې به د افغانستان پلاوی هم په فورم کې ګډون وکړي او د روسیې او افغانستان ترمنځ به د سوداګرۍ او پانګونې کنفرانس هم جوړ شي. https://t.me/rbcafghan/926

Views over time

05010017 Oct 20:3714 Nov 04:269817 Oct 20:37: 0 views14 Nov 04:26: 98 views
Snapshots we took after posting.
WhenViews
17 Oct 2026, 20:370
14 Nov 2026, 04:2698

Who shared this post

Posts in other channels we index that link to this one. (Forwards with a hidden source can't be traced.)

Nobody yet.