موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې له تناقضونو ډکه ده په یوه هېواد کې نجونې دې ته چمتو دي چې هر ډول حجاب واغوندي، خو یوازې د دې لپاره چې د زدهکړې حق ترلاسه کړي. په بل هېواد کې بیا ورته ویل کېږي: «که د سر څخه پوړنی لرې نه کړې، ښوونځي ته د تګ اجازه نه لرې.» په دواړو حالتونو کې د زدهکړې حق له محدودیتونو سره مخ کېږي. د «زما روایت» مرکز بې له قیدوشرطع د نجونو ملاتړ کوي، که سرونه یې پټ وي او که لوڅ. د پوهې حق، د انتخاب ازادي او انساني کرامت باید تر هر ډول ایډیالوژیکو او مذهبي بندیزونو لوړ وي.