چابهار بندر ته د افغانستان لاسرسی، اقتصادي اړخونه او د اوبو د تړونونو درسونه لیکوال: عاصم مایار ځینې کسان په دې باور دي چې ایران د هلمند سیند د اوبو په بدل کې افغانستان ته د چابهار بندر ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده. خو دا ادعا له حقوقي پلوه هېڅ بنسټ نه لري؛ د هلمند سیند د اوبو د وېش په تړون او د هغه په دوو ضمیمو کې د چابهار بندر هېڅ یادونه نه ده شوې. افغانستان له چابهار بندر څخه د سوداګریزو موخو لپاره ګټه اخلي او د ترانزیټ او اړوندو خدمتونو لګښتونه پرې کوي. دا د تهران له لوري یو اړخیز امتیاز نه دی، بلکې دوه اړخیزې اقتصادي همکارۍ دي چې دواړو خواوو ته ګټه رسوي. ایران د افغانستان د سوداګریزو توکو د لوژستیک، بارولو او تخلیې او لېږد له لارې د پام وړ عواید ترلاسه کوي. سربېره پر دې، ایران د بندرعباس په نوم یو بل بدیل لوژستیکي مرکز هم لري چې افغانستان او د منځنۍ آسیا هېوادونه د هغه له لارې هم د سمندري سوداګرۍ لارو ته لاسرسی موندلی شي. په عین حال کې، د چابهار بندر پراختیا د ایران پر ترانزیټي نظام د پام وړ اغېز لري. که د مالونو لېږد د بندرعباس پر ځای د چابهار له لنډې لارې ترسره شي، د ایران په خاوره کې د