«د داعش پاکستانۍ څانګه»: د مسکو فارمت له غونډې وروسته د لاوروف د فورمول تر شا څه دي؟ لیکوال: غوث جانباز د افغانستان په اړه د مسکو فارمت اتمه غونډه پرته له ګډې اعلامیې پای ته ورسېده. روسیې یو ځل بیا د سیمې مهم لوبغاړي د یوه میز تر شا راټول کړل، مگر د کابل او اسلاماباد دریځونه یې سره نږدې نه کړل. خو د غونډې اصلي موضوع یوازې د ګډې اعلامیې نشتوالی نه دی، بلکې هغه څرګندونې دي چې سیرګئي لاوروف له لارې یې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې او د سیمې د امنیت په اړه خپل لیدلوری بیانوي. د فارمت محدودیتونه، نه د مسکو ناکامي د روسیې د ډیپلوماسۍ په اړه د ناکامۍ خبره سمه نه ده. دا چې مسکو لا هم د متضادو اړخونو د راټولولو توان لري، په خپله د افغانستان په مسئله کې د روسیې د ډیپلوماټیک اهمیت، د ښکېلتیا د زیاتوالي او رول څرګندونه کوي. دلته خبره د مسکو فارمت د خپلو امکاناتو او محدودیتونو پوری ده. دا فارمت د سیمهییزې د همغږۍ یوه مهمه زمینه ده، خو تر اوسه نه شي کولای چې په خپلواکه توګه دوهاړخیز پیچلی اختلافات حل کړي. د کابل او اسلاماباد ترمنځ اختلافات دومره ژور دي چې د ګډونوالو د ګډ دریځ د رامنځته کولو له چمتووالي