📰 ترکیه سعودي عربستان ته د پوځي ملاتړ د پراخولو لپاره چمتووالی نیسي د «Middle East Eye» د راپور له مخې، چې د ترکي چارواکو په حواله خپور شوی، ترکیه به په راتلونکو اوونیو کې سعودي عربستان ته خپل پوځي حضور د حوثیانو د بریدونو له زیاتېدو سره هممهاله پراخ کړي. انقره به په لومړي پړاو کې پوځي تجهیزات، تخنیکي متخصصین او د بېړني غبرګون ډلې سعودي عربستان ته ولېږي. تمه ده چې د روانې میاشتې په ترڅ کې د ترکي پارلمان له تایید وروسته، د ځانګړو ځواکونو یو محدود شمېر سرتېري، همدارنګه پیلوټان او الوتکې هم سعودي عربستان ته واستول شي، څو د حوثیانو د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو پر وړاندې د دفاع په برخه کې مرسته وکړي. ترکي ځواکونه به د «ختیځ ـ لوېدیځ» د نفتو د نللیکې، ریاض، مکې او مدینې په دفاع کې له سعودي سره مرسته وکړي. یو لوړپوړي ترکي چارواکي ویلي چې ترکیه پلان نه لري چې سعودي عربستان ته د سرتېرو یوه لویه ډله واستوي او نه هم غواړي چې په مستقیم ډول په یمن کې ښکېله شي.