عادل راجا یو مشهور پاکستانی بلاګر دی چې پخوا د پاکستان په پوځ کې قوماندان پاتې شوی او اوس په یوه لوېدیځ هېواد کې پناهنده دی. زه یې په ټولنیزو رسنیو کې لیکنې تعقیبوم؛ د هغه معلومات ډېری وخت نوي او د پام وړ وي. راجا په خپل وروستي پوسټ کې، د پاکستاني استخباراتي سرچینو په حواله، لاندې معلومات شریک کړي دي: «د پاکستان استخباراتي سرچینې وایي چې پر افغانستان د پاکستان له خاورې ترسره شوي هغه “ډرون بریدونه” په اصل کې د امریکايي ډرونونو له لارې شوي، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) تر کنټرول لاندې وو. دا ادعا ښيي چې پاکستان ښايي امریکا ته اجازه ورکړې وي چې د خپل هوايي حریم له لارې پر افغانستان د ډرون بریدونه ترسره کړي.»