🇮🇱 «اسرائیل هیوم» : اسرائیل پر ایران د خپلواک برید لپاره بېلابېل انتخابونه ارزوي د دې رسنۍ د معلوماتو له مخې، د اسرائیلو پلان جوړونه د ایران پر اټومي پروګرام او د لوړې کچې غني شوي اټومي موادو پر پاتې زېرمو متمرکزه ده. په ورته وخت کې، اسرائیل له امریکا سره خپلې نږدې همغږۍ ته دوام ورکوي. په شمال کې د اسرائیلو پوځ د «حزبالله» د پولې ته څېرمه د زیربناوو پر ضد عملیاتو د بشپړولو په درشل کې دی. د یوه اسرائیلي قوماندان د ارزونې له مخې، د «ژېړې کرښې» په جنوب کې د حزبالله ۸۰ تر ۹۰ سلنه تاسیسات له منځه وړل شوي دي. اسرائیلي پوځ پر لوړو او ستراتیژیکو سیمو کې د اوږدمهاله حضور لپاره چمتووالی نیسي او د جګړو د احتمالي بیا پیل په صورت کې د FPV ډرونونو د بریدونو احتمال هم شته. په غزه کې اسرائیلي پوځي چارواکي باور لري چې په راتلونکي کې له حماس سره د جګړې د یوې نوې او پراخې څپې پیل کېدل نږدې حتمي دي.