: WSJ 📰 امریکا ټولې B-1 بمبارۍ الوتکې له بریتانوي Fairford اډې وایستلې امریکا خپلې ټولې ۱۲ B-1 بمبارۍ الوتکې له بریتانیا څخه بېرته متحده ایالاتو ته انتقال کړې دي. پنټاګون هم د دغو الوتکو د انتقال پخلی کړی، خو دلیل یې «عملیاتي امنیت» بللی دی. د WSJ د راپور له مخې، امریکايي چارواکو د ایران اړوند د یوه پلان په اړه معلومات لرل. ویل کېږي چې د ایران د سپاه پاسداران یوی څانګې د برېتانیا یو شمېر اتباع د دغو بمبارۍ الوتکو د برید او د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره ګومارلي وو. په پلان کې د پام اړولو یو عملیات هم شامل و. ایران په دې تړاو هر ډول لاس لرل ردوي. د برېتانیا پولیسو تر اوسه په عامه توګه د ایران د لاس لرلو خبره نه ده کړې، خو لومړي وزیر برنهام ویلي چې د تهران د احتمالي ښکېلتیا «روښانه نښې» شته. تر دې مخکې د هوايي اډې په شاوخوا کې پنځه برېتانوي وګړي، او وروسته شپږم کس هم نیول شوي وو، خو ټول د ضمانت په بدل کې خوشې شوي دي. Fairford د اډه د ایران پر ضد د امریکايي بریدونو لپاره یوه مهمه اډه وه. د B-1 بمبارۍ الوتکې اوس هم له متحده ایالاتو څخه د نړیوالو عملیاتو لپاره چمتو دي.