لیکوال: « زما روایت » «د مسکو فارمت»: روسیه د افغانستان په تړاو خپل سیمهییز رول پیاوړی کوي د افغانستان په اړه د «مسکو فارمت» د مشورو اتمه غونډه به د اکتوبر پر ۵مه په مسکو کې د روسیې، چین، ایران، هند، پاکستان، د منځنۍ آسیا د هېوادونو او افغانستان [طالبانو] په ګډون ترسره شي. دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې له مخ پر زیاتېدونکو ترینګلتیاوو سره مخ دي، په سیمه کې امنیتي ګواښونه زیات شوي او له کابل سره د سیمې د هېوادونو اړیکې لا هم د بدلون په حال کې دي.