حامد کرزی: پاکستان دې د افغان ښځو او ماشومانو د وژلو پر ځای پر خپلو سیاستونو غور وکړي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کونړ او هلمند د پاکستان بېګاني بریدونه غندلي دي. هغه دارنګه له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان ښځو او ماشومانو د وژلو او پر افغانستان د تورونو لګولو پر ځای دې پر خپلو سیاستونو غور وکړي. نوموړي نن د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱) پر سوشل میدیا پاڼه لیکلي، چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوشمېر افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي. هغه له زیانمنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو لپاره یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې ده. د افغانستان پخواني ولسمشر د پاکستاني ځواکونو بریدونه د افغانستان پر حریم تېری او د دغه هېواد له ملي حاکمیت سرغړونه بللې ده. 🇦🇫 Хамид Карзай: Пакистану следует пересмотреть свою политику, а не убивать афганских женщин и детей Бывший президент Афганистана Хамид Карзай осудил новые удары Пакистана по провинциям Кунар и Гильменд. Он призвал пакистанские власти вместо убийства афганских женщин и детей и выдвижения обвинений в адрес Афганистана пересмотреть