🇺🇸 ټرمپ: وروستي امریکايي سرتېري له عراقه وځي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په «Truth Social» کې ویلي چې له عراقه د امریکايي ځواکونو د ایستلو بهیر پای ته رسېږي. ▫️ ټرمپ له عراقه وتل د امریکا لپاره «لویه ورځ» بللې ده. د هغه په وینا، امریکا عراق د نوي لومړي وزیر علي الزیدي تر مشرۍ لاندې پرېږدي؛ هغه لومړی وزیر چې ټرمپ یې له ټاکنو وړاندې هم ملاتړ کړی و. ▫️ ټرمپ د «نه ماتېدونکې هوډ» (Operation Inherent Resolve) عملیات له دریو امریکايي ولسمشرانو: جورج بوش، بارک اوباما او جو بائیډن، سره تړلي وبلل او ویې ویل چې دی یې پای ته رسوي. ▫️ هغه پر داعش د «پرېکنده بریا» اعلان وکړ او د ځواکونو اوسنی منظم وتل یې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو سره پرتله کړل. د ټرمپ په وینا، په افغانستان کې ډېر پوځي تجهیزات پاتې شول او د وتلو پر مهال ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول. ▫️ ټرمپ ټینګار کړی چې ده اجازه ورنه کړه چې «لنډمهاله حضور په دایمي حضور بدل شي». هغه په پای کې وویل: «نور خلافت نشته. موږ کور ته ستنېږو!» 📌 شالید: د عراق لومړي وزیر علي الزیدي او ټرمپ د جولای په میاشت کې واشنګټن ته د عراقي لومړي وزیر د سفر پر مهال اعلان کړی و چې