🇮🇷🇬🇪 تبلیسی د ملکې کتیوان د تاریخ په تړاو د ایران سفیر احضار کړ په ګرجستان کې د ایران سفیر علي موجاني د ګرجستان د تاریخ له یوې حساسې موضوع سره د تړلو ټولنیزو رسنیزو خپرونو وروسته د دیپلوماتیکې لانجې په مرکز کې راغلی دی. یوه اوونۍ مخکې موجاني په ټولنیزو رسنیو کې ویلي وو چې د سترې شهیدې ملکې کتیوان په اړه یوه څېړنه چمتو کوي چې د ایران او ګرجستان د ارشیفونو پر اسنادو ولاړه ده. له دې څرګندونو وروسته نوموړی د ګرجستان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو. د ګرجستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکساندر خوتیسیشویلي ایران سفیر ته ویلي چې دا ډول خپرونې د دیپلوماتیک ماموریت له چوکاټ څخه بهر دي. تبلیسی ټینګار کړی چې بهرني دیپلوماتان باید د کوربه هېواد د تاریخ له تفسیر او د هغه هېواد په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي. ولې کتیوان ملکه؟ ملکه کتیوان د ګرجستان ملي اتله او د ګرجستان د ارتودوکسې کلیسا یوه سپېڅلې څېره ده. په اوولسمه پېړۍ کې نوموړې د فارس د شاه عباس لومړي په امر، له اسلام منلو څخه د هغې د انکار وروسته، اعدام شوه. له همدې امله د هغې تاریخ لا هم د ګرجستان په ټولنه کې یوه ډېره حساسه موضوع ده. د ګرجستان د