د طالبانو مخالفو وسلهوالو ډلو سره د پيل کړو رسنیزو ناندریو په دوام، د بلخ پخواني والي (د جمهوریت د دوری) عطا محمد نور ګواښ کړی، چې که اړ شي د دغو ډلو د «پردي نیابتيتوب» استخباراتي رازونه به په بشپړ ډول رسوا کړي. نوموړي په سوشل میدیا خواله رسنۍ کې دا څرګندونې له هغې وروسته وکړې، چې د طالبانو د وسله والو مخالفو ډلو د « نیابتي توب» په اړه یې تورونه، د دغو ډلو له لوري رد شول. عطامحمد نور، د تېرې شنبې په ورځ ( د سپتمبر ۲۶مه) د نورستان او کونړ پر یو شمېر سیمو د « ازادۍ جبهې» په نوم د طالبانو د وسله والې مخالفې ډلې بریدونه، په تلویحي ډول نقد او په « پردۍ نیابتي جګړه» کې د « اړمنو ځوانانو» د قرباني کېدو« بې پایلې» لوبه وګڼله. د هغه په غبرګون کې، د طالبانو مخالفې وسلهوالې یوې بلې ډلې«مقاومت جبهې» یاد شوي تورونه رد او ټینګار وکړ، چې د طالبانو خلاف د دوی او د «ازادۍ جبهې» مبارزه مشروع، او کامیابیدونکې ده. له هغې څو ورځې وروسته، عطا محمد نور په بله لیکنه کې خبرداری ورکړی چې که له حدودو تیری وشي، د طالبانو د وسله والو مخالفو ډلو د جنګیالیو روزنیز مرکزونه، د تمویل سرچینې، قومندانان او نور رازنه به رسوا کړي..