🇹🇲 ترکمنستان د کسپین سمندر له لارې د سویلي او مرکزي اسیا او اروپا ترمنځ د ټرانزیټي دهلېز جوړولو وړاندیز وکړ په ملګرو ملتونو کې د ترکمنستان دایمي استازي، وپا حاجيیوف، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې وړاندیز وکړ چې د کسپین سمندر له لارې دې یو ټرانزیټي دهلېز جوړ شي چې سویلي او مرکزي اسیا له اروپا سره ونښلوي. د هغه په وینا، دغه مسیر کولی شي د ټرانسپورټي لارو په تنوع، د سیمهییزو اړیکو په پیاوړتیا، د سوداګرۍ په پراختیا او د اقتصادي همکاریو په پراخولو کې مرسته وکړي. حاجيیوف همداراز وړاندیز وکړ چې په ترکمنستان کې دې د تلپاتې سوداګریزو، لوژیستیکي او ګمرکي همکاریو د پراختیا لپاره یو نړیوال مرکز جوړ شي. نوموړي وویل، دغه مرکز کولی شي د ګمرکي پروسو په همغږۍ، د تجربو په تبادله، د ټرانزیټي پروسو په ډیجیټل کولو او نړیوالو بازارونو ته د پرمختیايي هېوادونو د لاسرسي په پراخولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي. 🇹🇲 Туркменистан предложил создать транзитный коридор через Каспийское море между Южной и Центральной Азией и Европой Постоянный представитель Туркменистана при ООН Вепа Хаджиев на Генеральной Ассамблее