🇰🇿 د ۱۴ سرتېرو له وژل کېدو وروسته توقایف د قزاقستان د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ د قزاقستان ولسمشر قاسم ژومارت توقایف د کسپین سمندرګي په اوبو کې د پوځي تمریناتو پر مهال د ۱۴ سرتېرو له وژل کېدو وروسته، داورین قوسانوف د دفاع وزیر له دندې ګوښه کړ. د پېښې د څېړنې په لړ کې د دفاع وزارت یو شمېر چارواکي نیول شوي دي. په نیول شویو کسانو کې د سمندري ځواکونو لومړی مرستیال قوماندان، د دوو پوځي واحدونو قوماندانان، د سمندري ځواکونو د یوې قطعې قوماندان او د یوې کښتۍ قوماندان شامل دي. څېړونکي د احتمالي بېپروایۍ، د بېړیو د چلولو د اصولو څخه د سرغړونې او د پوځي تمریناتو پر مهال د امنیتي مقرراتو د نه مراعاتولو موضوع څېړي. د تورنو کسانو وروستی مسوولیت به د څېړنو او محکمې له پرېکړې وروسته مشخص شي. 🇰🇿 После гибели 14 военных Токаев отправил в отставку министра обороны Казахстана Президент Казахстана Касым-Жомарт Токаев освободил Даурена Косанова от должности министра обороны после гибели 14 военнослужащих во время учений на Каспийском море. В рамках расследования задержаны должностные лица Минобороны, среди которых