⚡️ په کسپین سمندر کې غمیزه، ۹ قزاقستاني سرتېري وژل شوي د کسپین سمندر په اوبو کې د پوځي تمریناتو پر مهال د قزاقستان ۱۹ سرتېري سمندر ته لاهو شوي دي. د دغه هېواد د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، ۹ سرتېري وژل شوي دي. د دفاع وزارت ویلي: «درې کسان ژغورل شوي، چې له ډلې یې یو کس روغتون ته لېږدول شوی دی. د پاتې کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات دوام لري.» د پېښې ځای ته سمدستي ژغورونکي استول شوي او د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې د سمندري ځواکونو، د بېړنیو حالاتو وزارت، هوايي ځواکونو او نورو اړوندو ادارو واحدونه برخه لري. پېښه د «قایصار» نومي بېړۍ څخه د سرتېرو د ښکته کولو د تمرین پر مهال رامنځته شوې ده. د پوځي تمریناتو پر مهال د سرتېرو د وژل کېدو د پېښې ځای ویډیو ته هم ثبت شوی دی..