🇩🇪 افغانه د کډوالۍ پر ضد: څنګه نگینه مهریار د هانوفر د ولسوالۍ شورا ته لار وموندله نگینه مهریار، د ښي اړخي ګوند «د المان بدیل» (AfD) نوماندې، د سپټمبر په ۱۴مه، یکشنبه، ۱٬۲۶۹ رایې (۵۳.۸ سلنه) ترلاسه کړې او په مستقیم ډول د هانوفر د ولسوالۍ شورا ته بریالۍ شوه. مهریار په جرمني کې زېږېدلې او لویه شوې ده. هغه د افغان مشهورو سندرغاړو رحیم او پرستو مهریار لور ده. نگینه مهریار د AfD د سخت دریځې کډوالۍ پالیسۍ ملاتړ کوي، چې په جرمني کې د قانوني پاتې کېدو له حق پرته د کډوالو ایستل هم پکې شامل دي. د هغې دریځ په ځانګړي ډول ځکه له پراخو بحثونو سره مخ شوی چې خپله هم د کډوالې کورنۍ له شالید څخه ده. مهریار ټینګار کوي چې له AfD سره یوځای کېدل یې شخصي پرېکړه ده او مور او خور یې هم په څرګنده توګه د هغې د دې انتخاب ملاتړ کړی دی.