🇩🇿🇦🇪 الجزایر له متحده عربي اماراتو سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې د الجزایر د بهرنیو چارو وزارت له متحده عربي اماراتو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د بشپړ پرېکون اعلان کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ساتلو ټولې هڅې ناکامې شوې دي. الجزایر ابوظبي په دښمنانه اقداماتو او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې په لاسوهنه تورن کړی. د اماراتو سفیر ته د وتلو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړل شوی دی. ✈️ الجزایر به د سپتمبر له ۱۱مې، نیمې شپې څخه د متحده عربي اماراتو د ثبت شوو ټولو ملکي او پوځي الوتکو پر مخ خپل هوايي حریم وتړي. خو د اماراتي هوايي شرکتونو سوداګریزې الوتنې به په موقتي توګه د هواري بومدین هوايي ډګر ته د اوسني قرارداد تر پای پورې، چې په ۲۰۲۶ کال کې دی، دوام وکړي. 🕊 بل لور ته، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې د الجزایر دا پرېکړه به لنډمهاله وي او ټینګار یې کړی چې د دواړو ولسونو ترمنځ د «ورورولۍ اړیکو» ساتلو ته ژمن دی. 🇩🇿🇦🇪 Алжир разорвал дипломатические отношения с ОАЭ МИД Алжира объявил о полном разрыве дипломатических отношений с ОАЭ, заявив, что все возможности для сохранения