🇮🇷 قالیباف: ایران به د نویو بریدونو پر وړاندې له متناسبو ځوابونو ډډه وکړي د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف ویلي چې «د متناسبو متقابلو اقداماتو دوره نوره پای ته رسېدلې ده.» د هغه په وینا، د ایران پر ګټو یا امنیت هر نوی برید به د «لا چټک، سخت او دردناک» ځواب سره مخ شي. قالیباف له امریکا وغوښتل چې پوه شي «د لوبې قواعد بدل شوي دي.» د ایران د پارلمان مشر د پارلمان په غونډه کې وویل چې تهران هوډ لري د امریکا پر فشارونو په عین وخت کې په پوځي، ډیپلوماټیکو او اقتصادي برخو کې مقابله وکړي. هغه د بندیزونو، انفلاسیون، بېکارۍ او د اسعارو د تبادلې د نرخ د بېثباتۍ په شرایطو کې د کورني تولید پیاوړتیا او د خلکو د اړتیاوو پوره کول د مهمو لومړیتوبونو وبلل.