مروه سادات افغانه خبریاله زه معمولا په خپلو خپرونو کې کوښښ کوم یو شعر وایم: «اختیار د دې خاورې به په شریکه درته درکړو، ته هغه سر پیدا کړه چې شملې ته برابر وي.» موږ له دې سره کار نه لرو چې زموږ مشر څوک دی. موږ نه له جمهوریت سره کار لرو، نه له طالبانو سره او نه له بل چا سره. زموږ خبره د افغانستان او د افغان ولس خبره ده. افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې په رسمي توګه له لوړو زدهکړو څخه محرومې دي. شاوخوا ۲،۶ میلیونه افغانې نجونې له لوړو زدهکړو څخه محرومې دي. دا یوازې یو عدد نه دی، دا یوه عادي شمېره نه ده. دا ۲،۶ میلیونه نجونې دي؛ یعنې ۲،۶ میلیونه احتمالي ډاکټرانې، ۲،۶ میلیونه انجینیرانې، ۲،۶ میلیونه ښوونکې او بالاخره ۲،۶ میلیونه هغه میندې دي چې سبا به د خپلو ماشومانو لومړنۍ ښوونکې وي. په داسې حالت کې پلار او ورور څه کولی شي، کله چې داسې چاپېریال رامنځته شوی وي چې یوه نجلۍ حتی له کوره بهر هم په آزاد ډول نشي وتلای؟ ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي. معمولاً د یو هیواد مشران ملت له ځان سره ملګری کوي. که تاسو ووایاست چې پلرونه او وروڼه دې راپاڅي
MY VERSION | МОЯ ВЕРСИЯ
Subscribers
1.4K
+0 24h
Reach per post (ERR)
7.1%102 avg views
Posting
7.3/day
last 12 hours ago
Reactions per 1K views
23.3
👍 ❤ 😁
Views over time
| When | Views |
|---|---|
| 25 Aug 2026, 22:24 | 0 |
| 14 Nov 2026, 04:26 | 116 |
Who shared this post
Posts in other channels we index that link to this one. (Forwards with a hidden source can't be traced.)
Nobody yet.