MY VERSION | МОЯ ВЕРСИЯ

@janvittag · news · Persian · active

Subscribers 1.4K Subscribers, last 30 days: 1.4K → 1.4K +0 24h
Reach per post (ERR) 7.1%102 avg views
Posting 7.3/day last 12 hours ago
Reactions per 1K views 23.3 👍 ❤ 😁

افغانستان، ۲۵ اګست ۲۰۲۶ – د کاروان انفو خبري آژانس 🇦🇫 افغان الاصله امریکايۍ عایشه وهاب له امریکا وغوښتل چې له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې وساتي 🎙️ د امریکا د کانګرس د استازو جرګې ته د لومړۍ افغان الاصله امریکايۍ په توګه انتخاب شوې عایشه وهاب ویلي، واشنګټن باید له افغانستان سره ډیپلوماتیکې اړیکې وساتي، پرته له دې چې په کابل کې کومه سیاسي ډله واکمنه وي. 📺 وهاب د دوشنبې په ورځ (۲۴ اګست) له «Democracy Now» ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ټینګار کړی چې امریکا باید له افغانستان سره د اړیکو په اړه ډیپلوماتیکه تګلاره غوره کړي او له هر هغه حکومت سره اړیکې وساتي چې په هېواد کې واک ته رسېږي. 🤝 د هغې په وینا، ډیپلوماسي کولای شي واشنګټن ته په افغانستان کې د وضعیت پر اغېز کولو زمینه برابره کړي او طالبان وهڅوي چې د بشري حقونو درناوی وکړي او د افغان ښځو وضعیت ښه کړي. 👩‍🎓 وهاب په افغانستان کې اوسنی وضعیت «له ستونزو ډک» بللی او د ښځو او ماشومانو د زده‌کړو او عادي ژوند له حقونو څخه د محرومیت په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې. هغې خبرداری ورکړی چې د اوسني وضعیت دوام ښايي په راتلونکي کې د افغانستان لپاره «ناوریني» پایلې ولري. ⛰️ د هغې په وینا، د افغانستان ستونزې یوازې له طالبانو سره نه محدودېږي او د هېواد راتلونکې ته باید له پراخ لیدلوري وکتل شي. هغې د افغانستان د طبیعي سرچینو او کانونو پر اهمیت هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې امریکا باید له افغان چارواکو سره د همکاریو او هوکړو، په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې، زمینه برابره کړي. 📈 وهاب ویلي، افغانستان نورو شریکانو ته اړتیا لري او امریکا تر اوسه د دغه هېواد له اقتصادي ظرفیت څخه په بشپړه توګه ګټه نه ده اخیستې. ⚠️ نوموړې په ورته وخت کې د طالبانو پر ضد د ځینو ډلو سختې نیوکې کړي او هغوی یې «خورا ناکامې او بې‌لارې» ډلې بللې دي. 🗣️ د وهاب په وینا، په افغانستان کې یو شمېر سیمه‌ییز قوماندانان واک ته د رسېدو هڅه کوي، خو ډېری یې خپلې شخصي ګټې له ملي ګټو څخه لوړې ګڼي. 📌 هغې ویلي، هغه ځینې ډلې چې په تېرو وختونو کې د امریکا ملاتړ ورسره و، په افغانستان کې په پراخو ستونزو، ویجاړیو، تاوتریخوالي او چور تالان کې هم لاس لرلی دی. 🌍 وهاب ټینګار کړی چې په افغانستان کې اوسنی سیاسي او ټولنیز بحران یوازې د طالبانو د اقداماتو له زاویې نه شي ارزول کېدای. د هغې په وینا، باید د تېرو څو لسیزو د جګړو پایلې او د بېلابېلو سیاسي او پوځي ډلو فعالیتونه هم په پام کې ونیول شي. 🕊️ وهاب له امریکا وغوښتل چې د افغانستان په اړه د ډیپلوماسۍ، اقتصادي همکاریو او له بېلابېلو لورو سره د اړیکو ساتلو پر بنسټ سیاست غوره کړي. https://t.me/thegreatcaravaninfo88/25139

Views over time

05010015025 Aug 13:4714 Nov 04:2612025 Aug 13:47: 0 views14 Nov 04:26: 120 views
Snapshots we took after posting.
WhenViews
25 Aug 2026, 13:470
14 Nov 2026, 04:26120

Who shared this post

Posts in other channels we index that link to this one. (Forwards with a hidden source can't be traced.)

Nobody yet.